د لاسرسي ځای

تازه خبر

اپوزيشن له اختره پس د حکومت پرضد راوځي


عکس له ارشیف اسلام اباد کې د اپوزیشن ګوندونو لاریون د ۲۰۱۸ کال د جولايي انتخابات رد کړل. ۲۰۱۸ ز کال ۸ م اګست

د پيپلز ګوند او مسلم ليګ ن په ګډون په پاکستان کې ډېری اپوزيشن ګوندونو له اختره پس د پارليمان دننه او دباندې د حکومت پرضد د احتجاج پیلولو اعلان کړی دی.

په اسلام اباد کې د مې پر نولسمه نېټه د مخالفو ګوندونو مشرانو او غړیو د پيپلز ګوند د مشر بلاول بوټو زرداري په روژه ماتي کې ګډون وکړو چې پکې د بلاول په وینا ملک ته په ورپېښو ستونزو خبرې وشوې.

تر روژه ماتي پس د اپوزيشن ګوندونو غړیو ګډې خبري غونډې ته وويل، چې د هېچا پرضد نه بلکې د پاکستان په حق کې راټول شوي دي.

پر دې مهال بلاول بوټو زرداري وويل اپوزیشن له اختره پس د پارليمان دننه او بهر احتجاج پیلوي او بله دا چې د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ کې به یوه ټول ګونديزه غونډه هم کېږي.بلاول وویل چېچې پکې به ټول سياسي ګوندونه د راتلونکې لپاره یوه ګډه تګلاره جوړوي چې په څه ډول د حکومت پرضد احتجاج ته مخه کړي او هېواد له ورپېښو مشکلاتو راوباسي.

په زرداري هاوس اسلام اباد کې شوې روژه ماتي کې د پاکستان مسلم ليګ ن لخوا مرېم نواز، حمزه شهبازاو شاهد خاقان عباسي نه علاوه د جميعت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن، د عوامي نېشنل ګوند صوبايي صدر اېمل ولي خان، د قامي وطن پارټۍ مشر افتاب احمد خان شيرپاو، د جماعت اسلامي لياقت بلوڅ، د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ سېنېټر شفیق ترین، له شمالي وزیرستانه د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ او د ځينو نورو ګوندونو مشرانو هم ګډون وکړ.

خبري غونډې ته د مولانا فضل الرحمن وينا وه ډېر ژر به له ټولو ګوندونو سره تر سلا مشورې ورستو د ټول ګونديزې غونډې لپاره نېټه وټاکي.

د نوموړي وينا وه: ''ځینې نااهله خلک چې د ولس په ووټونو سره په واک کې نه دي راغلي د هغوی د خرابو پاليسيانو له لاسه پاکستان نن د نړۍ تر ټولو کمزوری ملک جوړېدو خوا ته روان دې نو دا زموږ د ټولو ذمه واري جوړيږي چې ملک د دې مشکل حالاتو نه را-اېستلو لپاره په ګډه سره کوښښونه وکړو.''

اپوزيشن ګوندونه په داسې حال کې د حکومت پرضد د يوکېدو هڅې کوي چې پاکستان په کور دننه او بهر له يو شمېر چيلنجونو سره مخامخ دی او اقتصادي وضع يې مخ په خرابېدو ده.

پخواني وزيراعظم او د پاکستان مسلم ليګ ن مخکښ شاهد خاقان عباسي خبري غونډې ته وويل, ''ټولو ګوندونو په دې خبره اتفاق وکړو چې حکومت ملک په چلولو او ولس ته راپيښې ستونزې حل کولو کې په مکمله توګه ناکامه شوې دي.''

د نوموړي وينا وه: ''په غونډه کې نه خو موږ کومه ذاتي او نه مو د احتساب خبره کړې ده ځکه چې د احتساب په نوم د اپوزيشن د دباوولو او د هغوي نه د انتقام اخستو کوم کوښښ روان دې نو دا به د امرانو په دور کې کيدلو خو له بده مرغه دا نن د جمهوريت برخه جوړه شوې خو د دې هر څه باوجود موږ به د پاکستان د ولس د ګټو خبرې کوو.''

د اپوزيشن ګوندونو د غونډې په اړا د وزيراعظم د اطلاعاتو لپاره خصوصي معاونې فردوس عاشق اعوان په سيالکوټ کې رسنيو ته وويل, ''د عمران خان هغه بیانيه چې دا دواړه ګوندونه نه صرف د ېو بل د ګټو خیال ساتي بلکه په درغليو کې هم له يو بل سره مرسته کوي نو هغه نن د ټول ملک پروړاندې صحيح ثابته شوه د پيپلز ګوند او مسلم ليګ ن مشران د ولسي ګټو په نوم خپل سياسي مقصدونه ترلاسه کولو او د نيب کېسونو نه د ځان ساتلو لپاره رايوځای شوي دي خو ورته ويل غواړم چې په خپل مقصدونو کې به کله هم کامياب نه شي.''

د ذکر ده چې د پاکستان مسلم ليګ ن او پيپلز ګوند مشرانو تيره اونۍ رسنېو ته ويلي وو چې له اختر نه وروسته به د حکومت پرضد په احتجاجونو لاس پورې کوي.

د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ کې متحده مجلس عمل دوړاندې څخه د ملک په مختلفو برخو کې ملېن مارچ په نوم سره احتجاج جلسې شورو کړې دي. د مولانا فضل الرحمن په وينا چې کله د ټول ملک چکر مکمل کړي نو بیا به په اسلام اباد کې احتجاج کوي او یاد ښار به په مکمله توګه بندوي.

تبصرې وګورئ (۱)

دا فورم بندشوی \ دبحث داخونه بنده شوې
XS
SM
MD
LG