د لاسرسي ځای

تازه خبر

تاجک زندان کې بلوې درې ساتونکي، ۲۹ بندیان وژلي


د تاجکستان هغه زندان چې د مې پر ۲۰مه (۲۰۱۹) بلوه پکې وشوه.

د تاجکستان انصاف وزارت وايي، د هغه هېواد په یوه زندان کې د بلوې په نتیجه کې درې ساتونکي او ګڼ بندیان وژل شوي دي.

دا جېل چې ټینګ امنیت لري، له سر ښار دوشنبی نه شاوخوا ۲۵ کلومیټره لیرې ختیځ اړخ ته په وحدت سېمه کې دی. یو امنیتي چارواکي د نوم نه ښودولو په شرط رویټرز خبري اژانس ته ویلي، په پېښه کې ۲۹ قیدیان وژل شوي دي.


د مشال راډيو انګلیسي خبري څانګه د تاجکستان انصاف وزارت له خولې وايي، دغه بلوه بېګا ماښام هله ولګېدله چې له اسلامي دولت وسله والې ډلې سره د تړاو په تور نېږدې ۳۰ بندیانو د زندان درې ساتونکي یرغمال کړل او بیا یې ووژل. د رپوټونو ترمخه له دغو قیدیانو سره چړې او نور تېره اوزار ول.

هغه ښځې چې د خپلو بندي خاوندانو لیدلو ته ورغلې وې، وايي چې په زندان کې د تاجکستان له وخت سره سم د شپې پر نهه بجو ډزې پیل شوې او تقریبا یو ساعت روانې وې.

د سیمي اوسېدونکي وايي، د جیل لور ته تلونکي ګڼ امبولېنسونه، پولیس او اوور-وژونکي ګاړي یې لیدلې دي.

په تاجکستان کې په نومبر میاشت کې هم د خوجند ښار په یوه ټینګ امنیتي زندان کې بلوې شوې وي. چارواکیو ویلي ول، په هغو بلوو کې ۲۱ قیدیان او دوه د جیل ساتونکي وژل شوي ول. هغه مهال حکومتي سرچینو د نوم نه ښودولو په شرط د ازادی اروپا راډيو ته ویلي ول چې له مذهبي سختدریځۍ او ترهګری سره اړه لرونکي د داعش ډلې مشکوکو پلویانو د بلوې ترشا لاس درلود.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG