د لاسرسي ځای

تازه خبر

تاجک چارواکي: د خجند په زندان کې د تشدد پېښې ۲۵ کسان وژلي


د تاجکستان حکومتي چارواکو پرون د لومړي ځل لپاره په یوه زندان کې د بندیانو د خونړۍ مظاهرې په اړه خبرې وکړې.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج الدین مُهرالدین تایید کړه چې د شمالي ښار خجند په یو زندان کې د تشدد په پېښه کې ۲۵ کسان وژل شوي دي.

ښاغلي مهرالدین وویل چې مظاهره چیانو د زندان پر ساتونکو حمله وکړه، دوه پولیس افسران یې ووژل او پنځه نور یې سخت ټپیان کړل.

هغه زیاته کړه، افسرانو غوښتل له دوی سره خبرې وکړي، خو مظاهره چیانو مقابلې ته دوام ورکړ او هڅه یې کوله چې له زندانه وتښتي.

د خجند په دې زندان کې عمدتاً هغه بندیان ساتل کېږي چې په ترورېزم او افراطیت یا نورو جدي جرایمو مجرم پېژندل شوي.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې په بروکسل کې د اتریش د بهرنیو چارو د وزیرې کارین کنایسل په مشرۍ د اروپايي ټولنې او تاجکستان د همکارۍ د شورا له غونډې وروسته په یو خبري کنفرانس کې وکړې.

د تاجکستان حکومت د دې پیښې په اړه چې دوه اوونۍ مخکې د نوومبر په اوومه نېټه شوې وه تر دې دمه هېڅ نه و، ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG