د لاسرسي ځای

تازه خبر

جګړه به د ایران نابودولو په مانا وي: ټرمپ


عکس له ارشیفه
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ
عکس له ارشیفه د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تهران ته په نوي ګواښ ورکولو سره ويلي چې شخړه به ايران په رسمي توګه له منځه يوسي.

ولسمشر ټرمپ د مې پر ۲۰ مه نېټه دا خبره له هغه وروسته کړې چې د امريکا مهم اتحادي سعودي عرب ګواښ وکړ، تيار دی چې د ايران ادعا شويو پارونو ته په پوره قوت سره ځواب ووايي.

واشنګټن او رياض دا څرګندونې په داسې حال کې کړې دي چې د امريکا او ايران ترمنځ تاوتريخوالي زيات شوی دی چې په اړه يې داسې اندېښنې دي چې په پوځي شخړه وانوړي.

واشنګټن له ايران سره د ممکنه ګواښونو په رڼا کې په منځني ختيځ او خليج فارس کې خپل پوځي شتون د نور پياوړې کولو حکم کړی دی.

د امريکا بهرنيو چارو وزازت هم د عراق له سفارته د غير اړينو چارواکو د اېستلو امر کړی دی. تهران ويلي جنګ نه غواړي او د واشنګټن هغه تورونه يې رد کړي چې ګواکې د ايران له خوا ورته څرګنده ګواښونه دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG