د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عربي اماراتو پر ساحل د سعودي د تېلو دوې ټانکرې تخریب شوې


نقشه
نقشه

سعودي عرب وايي، د مې پر۱۲مه یې د تېلو دوې ټانکرې د متحده عرب اماراتو ساحل ته څېرمه چې دوی یو (سبوتاژ برید) وباله په نښه شوي دي.

د سعودي عرب د انرژی وزیر خالد ال فالح د مې پر ۱۳مه نېټه ویلي، یوه بېړۍ یې د سعودي د خام تېلو بارېدو لپاره پر لار وه. نوموړي زیاته کړه، د برید له وجې هېچا ته مرګژوبله نه ده اوښتې او نه هم تېل توی شوې خو د دوو بېړیو جوسو او جوړښتونو ته یې لوی زیان اړولی دی.

د دوشنبې ګهیځ د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي دي، د دوی له اوبو سره نیږدې او د فوجیره په ساحل کې په سبوتاژ کاروايي کې یې څلور تجارتي بیړی په نښه شوې چې پکې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د بهرنیو چارو وزارت د یادې پېښې د څرنګوالی په اړه ډېرڅه نه دې ویلي. د متحده عربي اماراتو په بیړیو په مبینه توګه د تخریب کاری اقدام یا سبوتاژ برید وروسته نن امریکا تازه خبرداری ورکړی دی.

دا خبرداری په داسې وخت کې ورکړل شوې چې د امریکا او ایران ترمنځ سیمه ییزه ترینګلتیا زیاته شوې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG