د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملا برادر د جرمني خاص استازي مارکس پوتڅل سر وکتل


په قطر کې د طالبانو دفتر
په قطر کې د طالبانو دفتر

پراګ ـ په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر د افغانستان لپاره د جرمني له خاص استازي سره لیدلي دي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د مې پر ۱۹ په یو بیان کې ویلي، مارکس پوتڅل د طالبانو له مرستیال مشر ملا عبدلغني برادر سره د سولې خبرو او په دې لړ کې د جرمني د هڅو په اړه غږېدلی دی.

د امریکا او طالبانو مرکچیانو د تېرکال راهیسي د سولې بهیر پیلولو لپاره مزاکرات کړي دي خو د پرمختګونو باجود د سولې حتمي معاهدي ته نه دې رسیدلي.

پوتڅل د مې پر لومړۍ نېټه هم له برادر سره لیدلي وو.

دا په داسې حال کې ده چې د روژې له پیلېدو سره سم په قطر کې د امريکايي مرکچيانو او طالب استازيو ترمنځ روانې خبرې اترې ځنډېدلې دي.

له افغانستانه د ځواکونو پر اېستلو تر سلاکېدو له مخه امريکا له وسله والو طالبانو د امنيت ضمانت، ډزبندي، له افغان حکومت، بين الافغاني او نورو افغان استازيو سره د مذاکراتو په ګډون نورې ژمنې غواړي.

خو طالبان وايی چې تر څو امريکا د ځواکونو وتلو مهالوېش اعلان نکړي تر هغو ياد شوي اقدامات نه کوي.

بل پلو، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو چارواکي وايي، د طالبانو ډلې په مسلسله توګه سوله رد او جګړې ته یې دوام ورکړی دی.

په داسې حال کې چې په هېواد کې د سولې هیلې زیاتې شوي، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو چارواکي وايي، طالبانو جګړې ته ادامه ورکړې او سولې ته یې نه ویلې ده.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند ډېو بټلر د مې پر ۱۸ له مشال راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل، امریکا، افغان حکومت او د افغانستان ټول خلک له طالبانو سره سولې ته تیار دي، خو دغه ډله پر جګړې ټینګار کوي.

​بټلر ټینګار کوي چې که طالبان د سولې خبرې ونه مني، امریکايي ځواکونه به یې پر وړاندې جنګ ته ادامه ورکړي.

XS
SM
MD
LG