د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو ته پیسې نه ورکوو: امریکا دفاع وزارت


آرشیف، په دوحه کې یو شمېر طالب استازي. د ۲۰۱۹ز کال د فبرورۍ ۲۶مه
آرشیف، په دوحه کې یو شمېر طالب استازي. د ۲۰۱۹ز کال د فبرورۍ ۲۶مه

پېنټاګون او په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر د هغو راپورونو په اړه غبرګون ښودلی دی چې وايي، د امریکا دفاع وزارت له کانګرسه غوښتنه کړې چې له امریکايي چارواکو سره د خبرو لپاره د قطر پلازمېنې دوحې ته د ورتاونکیو طالب استازو د سفر لګښتونه ورکړي.

د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې پېنټاګون د روان میلادي کال (۲۰۱۹ز) په پیل کې له امریکايي چارواکو سره د خبرو لپاره دوحې ته د طالبانو د استازو د سفر او نور لګښتونو لپاره له کانګرسه د پیسو غوښتنه کړې وه.

د کانګرس د استازو جرګې د دفاعي بودجې د فرعي کمېټې د مشر پیتر- جې وېسکلوسکي (Peter J. Visclosky) ویاند د مې پر ۱۶مه، رول کال ورځپاڼې ته وویل، پېنټاګون د ۲۰۲۰ز کال په بودیجه کې د پخلاینې د فعالیتونو په نوم پیسې غوښتې وې.

رول کال چې د کانګرس په غونډو کې د لایحو او نورو طرحو په اړه د بحثونو له جریانه راپورونه خپروي، د ویاند له قوله زیاتوي چې پېنټاګون طالبانو ته د لوژستیکي لګښتونو د برابرولو غوښتنه کړې وه او د روان میلادي کال په مارچ میاشت کې یې دې کمېټې ته په یوه مکتوب کې د پخلاینې د ورته فعالیتونو لپاره د ۲۰۱۹ز کال له کلنۍ بودیجې د کار اخیستو یادونه کړې وه.

راپور زیاتوي چې پېنټاګون دا پیسې د طالبانو د استازو د سفر، استوګنې، خوړو او وسایلو لپاره غوښتې وې.

ویاند ویلي چې د دفاع وزارت دا طرح له هغه قانون سره په ټکر کې ده چې د ترهګرو ډلو مادي ملاتړ ته اجازه نه ورکوي، ځکه طالبان پر امریکايانو حملو ته دوام ورکوي، افغان حکومت نه مني او لا هم په ټولنه کې د ښځو د حقونو له منلو انکار کوي.

د پېنټاګون ویاندې ربېکا ریباریچ (Rebecca Rebarich) د مې پر ۱۶مه، مشال راډیو ته په ایمیل کې لیکلي چې د امریکا دفاع وزارت طالبانو ته پیسې نه ورکوي.

ریباریچ زیاتوي، پروسږکال په کوچني اختر کې وروسته له دې چې دولتي ځواکونو او طالبانو درې ورځنی اوربند اعلان کړ په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان د دواړو خواوو ترمنځ د سولې د خبرو د سمون لپاره له پیسو د کار اخېستو غوښتنه وکړه او پېنټاګون د ۲۰۲۰ او ۲۰۱۹ مالي کلونو د بودیجو لپاره په‌ دې اړه خپلې طرحې وړاندې کړې.

د طالبانو د قطر د دفتر ویاند سهیل شاهین
د طالبانو د قطر د دفتر ویاند سهیل شاهین

د طالبانو د قطر د دفتر ویاند سهیل شاهین تېر ماښام د مشال راډیو د پوښتنې په ځواب کې ولیکل چې په‌ دې اړه راپور حقیقت نه لري او دی یې په کلکه ردوي.

شاهین لیکلي دي چې دا د طالبانو د بدنامولو د لړۍ یوه برخه ده.

د استازو جرګې کمېټۍ د مې پر ۱۵مه، د ۲۰۲۰ میلادي کال د لګښتونو بودجه تصویب کړه، خو طالبانو ته د دې لګښتونو د ورکولو غوښتنه یې رد کړه.

په مصوبه کې ویل شوي دي چې طالبانو ته په هغو غونډو کې د ګډون لګښت نه ورکول کېږي چې په هغو کې افغان حکومت ګډون ونه‌لري او یا د ښځو پر ګډون محدودیت ولګوي.

XS
SM
MD
LG