د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوله د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو مخه نه نیسي: خلیلزاد


زلمی خلیلزاد. عکس له ارشیفه
زلمی خلیلزاد. عکس له ارشیفه

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، د سولې پروسې ته لومړیتوب ورکوي چې په افغانستان کې سیاسي جوړجاړي ته لار هواره کړي.

زلمي خلیلزاد دا خبره پر ټوېټر د هغه ځواب په وړاندې لیکلې ده چې یو شمېر کتونکو په وروستیو کې وویل چې امریکا په افغانستان کې انتخاباتو ته لومړیتوب ورکوي.

خلیلزاد وایي، سوله د افغانستان د ولسمشرۍ د ټاکنو مخه نه نیسي.

خلیلزاد زیاته کړې چې د سولې له هڅو سره سره باید د انتخاباتو هلې ځلې هم روانې وي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د روان کال د سپټمبر ۲۸مه د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره ټاکلې ده.

د سیاسي ګوندونو ملي ایتلاف د مې پر ۱۷مه وویل چې تر سولې مخکې د دې انتخاباتو ترسره کېدل به په هېواد کې کړکېچ رامنځته کړي.

XS
SM
MD
LG