د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان اپوزیشن ګوندونو د حکومت ضد یو ځای کېدو هڅې پیل کړي


د ارشیف انځور (د ۲۰۱ ز کال د اګست دویمه)
د ارشیف انځور (د ۲۰۱ ز کال د اګست دویمه)

پراګ ـ د پیپلز ګوند سېنېټر بهره مند تنګي د مې پر ۱۸ مشال ریډیو سره په خبرو کې وویل، ګوند يې د بیلا بیلو سیاسي مشرانو سره تماسونه نیولي او د مې پر ۱۹ یې د ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د اپوزیشن مشرانو ته ماښام د روژه ماتي بلنه ورکړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د همدې ګوند یو بل مشر سېنېټر رضا رباني د مې پر ۱۶ په کراچۍ کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي وو، په پاکستان کې د اپوزیشن ګوندونو پرېکړه کړې ده چې له اختر نه وروسته به د حکومت پر ضد په احتجاجونو لاس پورې کوي.

تر دې یوه ورځ وروسته، د مې پر ۱۷ د پیپلز ګوند شریک مشر اصف علي زرداري په اسلام اباد کې د جمیعت علمای اسلام د مشر مولانا فضل الرحمان سره وکتل او ورسره يې د حکومت پر ضد د یو شریک تحریک د پیلولو په لارو چارو خبرې وکړې.

په عین حال کې جمیعت علما‌ء اسلام (ف) د ملین مارچ د سیوري لاندې احتجاجي مظاهرو ته دوام ورکړی. د ګوند یو مشر او د قامي اسمبلۍ غړی زاهد اکرم درانی وايي، له اختره وروسته يې په پېښور کې د یوې لويې احتجاجي غونډې او لاریون پلانونه نیولي دي.

اپوزیشن ګوندونه په داسې حال کې د حکومت پر ضد د یو کېدو هڅې کوي چې پاکستان په کور دننه او بهر د یو شمېر چیلنجونو سره مخ دی او اقتصادي وضع یې مخ په خرابېدو ده.

پوښتنه دا ده چې ایا اپوزیشن به د حکومت پر ضد د ولس په راټولولو کې بریالی شي او که نه؟ د سیاسي چارو پوه طاهر خان وايي، اپوزیشن سره پر حکومت د فشار اچولو لپاره ډېر دلیلونه په لاس کې دي.

بل خوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د تحریک انصاف یو مرکزي مشر شاه محمود قریشي د مې پر ۱۶ په ملتان کې خبریالانو ته په وینا کې وویل، د اپوزیشن مشران چې کله په حکومت کې وو نو دا ډول احتجاجونه به يې د جمهوریت لپاره زیانمن ګڼل خو که اوس دوی ارو مرو دا کار کول غواړي نو خپل شوق دې پوره کړي.

XS
SM
MD
LG