د لاسرسي ځای

تازه خبر

جماعت اسلامي ګوند: حکومت اورکزو کې د جلسې اجازه رانکړه


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

پراګ ـ د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند د خیبر پښتونخوا مشر سېنېټر مشتاق احمد خان وايي، صوبايي حکومت ورته د مې پر څلورمه په اورکزو کې یوې ولسي غونډې ته د وینا اجازه نه ده ورکړې، چې دا ګام د پاکستان له اساسي قانون څخه سرغړونه ده.

نوموړي د مې پر څلورمه، له مشال ریډیو سره په خبرو کې پر حکومت تور پورې کړ چې د اصلاحاتو باوجود نه غواړي چې اپوزیشن ګوندونه په قبایلي ضلعو کې د راروانو صوبايي انتخاباتو لپاره کمپاین وکړي.

خو حکومت دغه تورونه رد کړي او ویلي يې دي چې د پخوانۍ فاټا او خیبر پښتونخوا له انضمامه وروسته ټول ګوندونه په سیمه کې د سیاسي هلو ځلو حق لري. په دې اړه د قبایلي سیمو لپاره د خیبر پښتونخوا د وزیراعلا سلاکار اجمل وزیر مشال ریډیو ته وویل چې حکومت پر هېچا بندیزونه نه دي لګولي او هرڅوک کولی شي چې جلسې وکړي. نوموړی وايي د دې خبرې پلټتنه به وکړي چې مشتاق احمد خان ته ولې دا حق نه دی ورکړل شوی.

په قبایلي سیمو کې له اصلاحاتو څخه وړاندې ډیرو سیاسي ګوندونو خپلې هلې ځلې نه شوای کولی، خو د اېف سي ار د قانون له مینځه تللو نه وروسته بیلا بیلو سیاسي ګوندونو دغلته خپلې هلې ځلې پیل کړې دي.

بل پلو، د قبایلي سیمو د خبریالانو د اتحادیې یو مشر صفدر دوړ وايي، د اصلاحاتو په عملي کولو کې ټولې حکومتي اداری یوه خوله نه دي او اوس هم ځیني سیمې داسې دي چې سیاسي مشران ورته په تګ کې د ستونزو ښکار کېږي.

د پاکستان الیکشن کمېشن د فاټا او خیبر پښتونخوا له یو ځای کیدو وروسته دغلته د صوبې د اسمبلۍ لپاره ۱۵ څوکۍ مقرر کړي دي او روان کال د انتخاباتو تر سره کولو لپاره يي تیارۍ نیولي دي.

په عین حال کې، د واکمن ګوند په ګډون بیلا بیلو سیاسي ګوندونو هم دغلته د تنظیم سازۍ او د خلکو د رایو ګټلو لپاره هلې ځلې پیل کړي دي.

XS
SM
MD
LG