د لاسرسي ځای

تازه خبر

مولانا فضل الرحمن له اصف علي زرداري سره ليدلي


د جمعيت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمان او د پيپلز ګوند مشر آصف زرداري د حکومت خلاف د نورو ګوندونو د يو ځای کولو کوښښ کوي
د جمعيت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمان او د پيپلز ګوند مشر آصف زرداري د حکومت خلاف د نورو ګوندونو د يو ځای کولو کوښښ کوي

د پيپلز ګوند شريک چېرمېن اصف علي زرداري وايي، وزيراعظم عمران خان کور ته ليږلو لپاره به له جميعت علماء اسلام (ف) ډلې سره په شريکه تګلاره جوړوي.

د اپرېل لسمې په ماسخوتن مولانا فضل الرحمن په اسلام اباد کې له پخواني صدر او د پيپلز ګوند شريک چیرمېن اصف علي زرداري سره وليدل او ورسره يې د هېواد په موجوده سياسي حالاتو خبرې وکړې.

د ملاقات وروسته له رسنیو سره په خبرو کې اصف علي زرداري وويل، له محرم مياشتې پس به د اوسني حکومت پرضد ګامونه پورته کوي ځکه چې هېواد ته يې ډېر نقصان ورسولو.

زرداري زیاته کړه: "په سياست کې زموږ د دواړو نظريه او سوچ یو دی که اوسنی حکومت مو ختم نه کړو نو د ملک چې څومره نقصان شوی او په راتلونکې کې به کېږي نو د هغې ازاله بیا ممکنه نه ده دا په موږ ټولو لازمه ده چې د حکومت پرضد اواز پورته کړو ګنې راتلونکې نسل به مو معاف نه کړي نو هيله لرو چې انشاء الله څه نه څه تګلاره به جوړه کړو او په عملي کولو سره به يې وزيراعظم کور ته لېږو."

بلخواد مولانا فضل الرحمن وویل، د ملاقاتونو دا لړۍ به راتلونکي کې هم جاري ساتي چې خپلې سياسي ايجنډې مخ پر وړاندې بوځي.

"سياسي خلک چې کله یو ځای شي نو د ملک په حالاتو خبرې کوي دا وخت ملک له یوشمېر مشکلاتو سره مخ دي نه صرف د هغې په اړه مو خبرې وکړې بلکې دا حکمرانان چې د ولس په خوښه نه بلکې په جعلي توګه په واک کې راغلی نو ولس له دوی څخه خلاصولو لپاره موږ متفق يو."

د ذکر ده چې د تېرې نهې په ورځ مولانا فضل الرحمن د مسلم ليګ (ن) مشر نواز شريف سره هم ليدلي ول او د پاکستانيو رسنیو ترمخه چې مولانا فضل الرحمن نواز شريف ته د حکومت پرضد په ګډه سره د تحريک چلولو بلنه ورکړې وه.

بلخوا د اطلاعاتو وفاقي وزير فواد چودري پاکستانۍ رسنیو ته وويل نه خو د مولانا فضل الرحمن په خبره کې دومره وزن پاتې دي او نه يې په راتلونکي کې سياست ورته کاميابه ښکاري او ترڅو چې د نورو دواړو ګوندونو د مشرانو خبره ده نو د هغوی پرضد خو د نېب کېسونه روان دي او دا يې غوښتنه يې ده چې کېسونه دې پرې ختم کړل شي کوم چې د دوی د وس نه بهر دي.

په اسلام اباد کې ميشت خبریال او سياسي چارو پوه هارون رشيد وايي مسلم ليګ (ن) او پيپلز ګوند د دا قسمه ملاقاتونو د لارې په حکومت فشار اچول غواړي چې د احتساب عمل يې ودروي خو نه ګڼي چې دواړه ګوندونه به په دې ډول عمران خان د خپلې پاليسۍ نه پشا کړي.

په لاهور کې د سياسي چارو پوه پروفېسر حسن عسکري د اپریل پر نهمه مشال راډيو ته ويلي اوس د دې خبرې امکانات ډېر کم دي چې د مسلم ليګ (ن) او پيپلز ګوند مشران مولانا صېب سره په شريکه د حکومت پرضد احتجاج پیل کړي ځکه چې ورته مالومه ده که د تحريک انصاف حکومت يې راوغرځوو نو په راتلونکي کې يې ورته ګټه نه بلکې نقصان به رسي.

د یادونې ده چې د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ کې متحده مجلس عمل د هېواد په مختلفو برخو کې ملېن مارچ په نوم سره احتجاج جلسې پیل کړي دي.

نوموړي د اپرېل پر پنځمه مطبوعاتو ته وويل تروسه يې لس ملين مارچونه وکړل او د ۱۱ او ۱۲ تیاريانې روانې دي چې کله د ټول ملک چکر مکمل کړي نو بیا به په اسلام اباد کې احتجاج کوي او یاد ښار به په مکمله توګه بندوي.

XS
SM
MD
LG