د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران درې لیکوالانو ته د شپږو کلونو بند سزا اورولې


عکس له ارشیفه.
عکس له ارشیفه.

په ایران کې یو عدالت درې لیکوالان د ملي امنیت خلاف د فعالیتونو په جرم کې په اجتماعي ډول پر۱۸کلونو بند محکوم کړي دي.

راپورونه وايي، دا درې لیکوالان رضا خندان مهابادي، بکتاش ابتین او کیان بجان نومېږي او تېره اوونۍ هر یو ته د شپږو کلونو سزا اورول شوې ده.

د راپورونو پر اساس د دغو درېو واړو لیکوالانو خلاف د اپریل د میاشتې په وروستیو کې عدالتي کاروايي شوې وه.

درېواړه لیکوالان د ایران د لیکوالو د ټولنې غړي دي.

دغې ټولنې په یو بیان کې ویلي، دا د هغو ټولو لیکوالو خلاف یو ګام دی چې غواړي د بیان له ازادۍ ګټه پورته کړي.

دغه ټولنه وايي، حکومت د یادو لیکوالو خلاف کره شواهد نه دي وړاندې کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG