د پاکستان د کراچۍ یو عدالت، د مې پر ۱۸مه د خبریال شاه زېب جیلاني پرضد پاکستاني ادارو ته د سپکاوي کولو او د سایبر یا انټرنیټي ترهګرۍ دوسیه ختمه کړله.
عدالت ویلي، د پاکستان فیډرالي پلټونکې اداره « اېف آی ای» د نوموړي خلاف د کافي ثبوتونو په وړاندې کولو کې پاتې راغلې ده.
قاضي په خپله پرېکړه کې وویل چې د خبریال شاه زېب جیلاني خلاف درج شوې پرچه یا اېف آی ار اوس برقرار نشي پاتې کېدای.
دغه قضیه اوس د شواهدو د کموالي پر بنسټ تړل شوې ده.
شازېب جیلاني چې له بي بي سي او له المان راډیو سره همکار پاتې شوی اوسمهال په پاکستان کې د دنیا نیوز په نوم یو اردو ژبي تلویزون سره پر کار بوخت دی.
تر دې وړاندې، د بې پولې خبريالانو سازمان د شاه زېب جېلاني خلاف د لګول شويو تورونو غندنه کړې وه.
شاه زېب جیلاني چې پر ضمانت خوشي شوی وو، بې پولو خبریالانو ادارې ته یې ویلي وو، د ده پرضد د مقدمې اصلي وجه هغه رپورټ دی چې ده د ورک کړل شویو کسانو په اړه جوړ کړی وو.