د لاسرسي ځای

تازه خبر

هلمند کې هوايي برید په تېروتنه ۹ پولیس وژلي


نقشه له ارشیفه
نقشه له ارشیفه

افغان چارواکي وايي چې د دې هېواد په هلمند ولايت کې له وسله والو طالبانو سره د جګړې پر مهال په يو هوايي بريد کې په تېروتنه سره د يوه افغان کومندان په ګډون نهه پوليس وژل شوي دی.

چارواکي زياتوي د دې ولايت په نهر سراج ولسوالۍ کې د بريد پر مهال ۱۴ پوليس ژوبل شوي هم دي. د هلمند والي محمد ياسين ويلي چې د دې پېښې پلټنې روانې دي. د والي وياند عمر ځواک نن مشال راډيو ته وويل چې دا هوايي بريد بهرنيو ځواکونو هغه وخت وکړ کله چې دوی له سيمې څخه وسله وال طالبان اېستل.

په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ ماموريت نن ويلي چې د پېښې په اړه پلټنې کوي.

وسله والو طالبانو په داسې حال کې پر افغان او بهرنيو ځواکونو خپلو بريدونو ته دوام ورکړی چې په قطر کې يې له امريکايي چارواکو سره د سولې د خبرو څو پړاوونه تر سره کړل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG