د بې پولو خبريالانو سازمان د ازبکستان حکومت دا پريکړه ستايلې چې بلااخره يې د يو شمېر تړلو خبري ويبپاڼو د خلاصولو پريکړه وکړه. دا وېبپاڼې له اوږد وخت راهيسې تړل شوې وې.
خو سازمان په ازبکي چارواکو غږ کړی چې هغه ويب سايټونه هم خلاص کړي چې لا هم بند دي چې دارنګ د ازادې خبريالۍ پر وړاندې موجود خنډونه له منځه ولاړ شي او په دغه هېواد کې له لسيزو راهيسې په روانه ځپنه پراخه بحثونه وشي. د مې په ۱۱ مه په ازبکستان کې انټرنېټ کارونکو د امريکا غږ،بي بي سي ازبک او ډويچې ويلې په څېر خېلواکه خبري ويبپاڼو ته رسايي پېدا کړه. په دې کې زياتره ويبپاڼې په مشرقي ښار انديجان کې د ۲۰۰۵ م کال له ټولوژنې وروسته بندې وې.
د ازبکستان اطلاعاتو او مواصلاتو ايجنسۍ مشر دا اعلان هم وکړ چې د بې پولو خبريالانو د سازمان ويبپاڼه به په بشپړه توګه خلاصه کړل شي. د دې سازمان وېبپاڼه هم وخت ناوخته بنده وي. همداراز د بشري حقونو د څار ادارې او بخښنې نړيوال سازمان وېبپاڼې به هم په مکمله توګه بحال کړل شي. د بې پولو خبريالانو سازمان وايي چې لا هم د ازادې اروپا رېډيو د ازبک څانګې په ګډون د يوشمېر رسنيو سايټونه بند دي.
د بې پولو خبريالانو د ختيزې اروپا او منځنۍ اسيا څانګې مشر د ازبکستان وروستي ګامونه ستايلي دي خو نوموړي ويلي دي بايد چې هغه ويبپاڼې هم خلاصې کړل شي چې لا هم بندې دي. نوموړي په ازبکي چارواکو غږ کړی چې په هېواد کې د رسنيو د بشپړې ازادۍ لپاره ټول اړين اصلاحات وکړي. نوموړی وايي بايد چې په رسنيو لګيدلي هرقسمه بنديزونه لرې شي چې دارنګ ازاد خبريالان په ازادنه توګه خپل کار وکړي او په تېرو لسيزو کې ځپلیو ته انصاف ملاو شي.
په ۲۰۱۶ م کال کې د ازبکستان د ولسمشر اسلام کريموف تر مرګ وروسته په دې هېواد کې له رسنيو بنديزونه لرې کېدل پېل شوي. قېد خبريالان چې ځينو ته پکې شا وخوا د ۲۰ کالو د قېد سزا هم اورول شوې وه خوشې کړل شوي دي.همداراز ځينې رسنۍ اوس د درغليو په څېر موضوعاتو باندې خبرې کولی شي. خو په رسنيو سېنسرشېپ يا بنديزونه او څارنه لا هم دوام لري.