د لاسرسي ځای

تازه خبر

ورکو کسانو کمېشن ته د ۶۰۵۱ کسانو مقدمې وروړل شوې


عکس له ارشیفه
پښتون ژغورنې مخکښان بیا بیا د ورک کړل شویو کسانو لپاره لاریونونه کوي.
عکس له ارشیفه پښتون ژغورنې مخکښان بیا بیا د ورک کړل شویو کسانو لپاره لاریونونه کوي.

په پاکستان کې د ورک کړل شویو کسانو په اړه د پلټنو کمېشن ویلي دي، تر اوسه ورته د ۶۰۵۱ تری تمو کسانو مقدمې وروړل شوې دي.

د کمېشن له خوا د اپرېل میاشتې په راپور کې ویل شوي چې په دغه میاشت کې يې ۵۹ مقدمې هوارې کړې دي.

تر اوسه پورې کمېشن ۷۱۵ مقدمې اورېدلې دي، په دې کې يې ۲۸۹ په اسلام اباد، ۱۳۰ په پېښور، ۱۷۲ په کراچۍ، ۵۴ په لاهور او ۷۰ په کوټه کې اورېدلې دي.

د بشري حقونو دفاع اداره او پښتون ژغورنه غورځنګ غوښتنه کوي چې باید د ورک کړل شویو کسانو درک ولګول شي او هغوی عدالتونو ته وړاندې کړل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG