د لاسرسي ځای

تازه خبر

حوثي یاغیانو د سعودي د تیلو پر مرکزونو د برید پړه منلی


عکس له ارشیفه
دا د هغه ایرانۍ ډرون الوتکې عکس دی چې همدغه ډول ډرون د مې پر ۱۴مه (۲۰۱۹)  له یمنه پر سعودي وروتوغول شو. 
عکس له ارشیفه دا د هغه ایرانۍ ډرون الوتکې عکس دی چې همدغه ډول ډرون د مې پر ۱۴مه (۲۰۱۹)  له یمنه پر سعودي وروتوغول شو. 

په یمن کې حوثي یاغیانو د سعودي عرب د تیلو پر تأسیساتو د بې پیلوټه الوتکو د برید مسؤلیت منلی دی.

د حوثي یاغیانو ویاند محمد عبدالسلام د مې پر ۱۴مه وویل، دا برید سعودي ته یو پیغام و چې خپل تیری دی ودروي.

حوثیانو چې ایران یې ملاتړ کوي، په‌ دې برید سره یې د ریاض او تهران ترمنځ ترینګلتیا نوره هم زیاته کړې ده.

سعودي عرب تایید کړې چې د تیلو پر دوو مرکزونو یې د مې پر ۱۴مه د بې پیلوټه الوتکو برید شوی او دا یې ترهګرۍ بریدونه بللي دي.

سعودي عرب او د خلیج اته نور هېوادونه په یمن کې د حوثیانو پرضد جګړه کوي.

دا پوځي ایتلاف د ۲۰۱۵م کال راهېسې په یمن کې د حوثیانو تر واک لاندې سیمو باندې هوايي بریدونه کوي.

XS
SM
MD
LG