د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبایلو لومړیتوبه، امن او پرمختیایي کارونه


له ارشیفه: په ۲۰۱۵ په نومبر کې د خېبر یوه ولسي جرګه
له ارشیفه: په ۲۰۱۵ په نومبر کې د خېبر یوه ولسي جرګه

پراګ ـ په قبایلي ضلعو کې د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ د څوکیو لپاره له څلور سوه اته دېرش کسانو د نوماندۍ کاغذونه د ټاکنو کمیشن سره جمع کړي دي.

د قبایلي ضلعو ځینې کاندیدان وایي هغه ضلعې په خېبر پښتونخوا کې تر شامیلدو وروسته پرمختیایي کارونو ته اړتیا لري، د باجوړ له ۱۰۱ حلقې څخه د تحریک انصاف احتمالي نوماند محمدایوب وایي، د پرمختیایي کارونو په سر کې د تعلیم په برخه کې کار د سیمې د خلکو لوي ضرورت دی.

"له تېرو لسو کالو راهسې دلته تعلیمي ادارې نه دي جوړې شوې، پرمختیایي کارونه هم نه دي شوي، روزګار ورکول هم زما په انتخابي منشور کې شامل دی."

د خېبر پښتونخوا له جنوبي وزیرستان څخه د ۱۱۳مې چوکۍ لپاره په ازاد حثیت حیات پرېغال خپل کاغذونه جمع کړي دي. هغه د سیمې د خلکو لومړتوب د پرمختیایي کارونو ترڅنګ د بحالۍ په کارونو کې ویني.

"د پوځي عملیاتو په وخت کې د ډېرو خلکو کورونه وران شوي دي، هغوی د بیا رغاونې لپاره خلکو ته معاوضه ورکول، له جنوبي وزیرستانه د ماینونو پاکول،تعلیم لپاره کار کول زمونږ لومړیتوبونه دي"

د شمالي او جنوبي وزیرستان ولس امنیت ته، د اورکزو، کورمې او خېبر خلک پرمختیایي کارونو او د باجوړ او مومندو په عمومي توګه امن او پرمختیایي کارونو ته ترجیح ورکوي.
افتخار فردوس

د قبایلي ضلعو په ټاکنیز کمپاین نظر لرونکی خبریال افتخار فردوس وایي، د بېلا بېلو قبایلي ضلعو مختلفې اړتیاوې دي خو په ټوله کې د دېضلعو د خلکو تر ټولو غټ لومړتوبونه امن او پرمختیایي کارونه دي.

نوموړی زیاتوي، په دا ځل ټاکنو کې بهتره خبره داده چې د پخوا په څېر پکې یوازې ملکان او باثره خلک برخه نه اخلي، بلکې د سیاسي ګوندونو استازي او عامو خلکو هم د کاندیدو کاغذونه جمع کړ یدي.

"د شمالي او جنوبي وزیرستان ولس امنیت ته، د اورکزو، کورمې او خېبر خلک پرمختیایي کارونو او د باجوړ او مومندو په عمومي توګه امن او پرمختیایي کارونو ته ترجیح ورکوي."

افتخار فردوس وایي، په قامۍ اسمبلۍ کې د قبایلو د څوکیو له ۱۶ څخه ۲۴ ته د زیاتیدو تر منظورۍ وروسته ښایي ټاکنې د شپږو میاشتو څخه تر یو کال وځنډیږي او له دې سره د قبایلي ضلعو خلکو او نوماندانو ته ډېر وخت په لاس ورشي چې ټاکنو ته پوره تیارۍ وکړي.

په قبایلي ضلعو کې په لومړي ځل د صوبایي اسمبلۍ ټاکنو لپاره تیاریانې کیږي. له دې مخکې قبایلو یوازې د قامي اسمبلۍ په ټاکنو کې برخه اخیسته او د صوبایي اسمبلۍ په ټاکنو کې د برخې اخیستو حق یې نه لرلو.

XS
SM
MD
LG