د لاسرسي ځای

تازه خبر

هرات: د کهسان په څنډو ۳۷ لرغوني اثار موندل شوي


د افغانستان په نقشه کې د هرات ولایت
د افغانستان په نقشه کې د هرات ولایت

د هرات د کهسان ولسوالۍ په مربوطاتو کې اووه دیرش تاریخې اثار موندل شوي چې زرګونه کلونه قدامت لري.

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د کلتوري څانګي امر جاوېد ضرغام ازادي راډیو ته وویل چې دغه آثار تر اسلام دمخه او تر اسلام را وروسته وختونو پورې اړوند دي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد هم ویلي چې دغه اثار څو زره کلن قدامت لري.

دغه اثار د کهسان ولسوالۍ د یوه بزګر له‌خوا د کرنې پر مهال وموندل شول او د هرات والي ته وسپارل شول.

په‌دې اثارو کې ډبرین او خټین لوښي هم شامل دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG