د لاسرسي ځای

تازه خبر

قبایلي سیمو انتخابات: ۴۳۸ کسانو کاغذونه جمع کړل


اسلام اباد ـ د پاکستان د انتخاباتو کمېشن وايي په قبايلي ضلعو کې د جولای پر دويمه نيټه کېدونکو انتخاباتو ته ۴۳۸ کسانو د نوماندۍ کاغذونه جمع کړي دي.

په قبايلي ضلعو کې دغه ټاکنې د خېبر پښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ لپاره کېږي.

د امېدوارانو کاغذونه جمع کولو لپاره درې ورځې وخت ورکړی وو خو سياستوال وايي پکار ده چې دا موده پېنځه ورځې وای.

د انتخاباتو د کمېشن په وېنا خواوشا ۲۸ لاکه خلک به په دې ټاکنو کې رايې واچوي او د خپلې خوښې کسان به صوبايي اسمبلۍ ته ولېږدوي.

د خېبرپښتونخوا د الېکشن کمېشن وياند سهېل احمد د مې پر ۱۱مه ورځ مشال راډيو ته وويل چې د پنځو ځانګړو سيټونو لپاره ۳۰ ښځو کاغذونه جمع کړي دي.

د نوموړي وينا وه چې د مې تر ۱۸مې پورې به د امېدوارانو کاغذونه ارزوي، تر دې وروسته به دوی د خپلو کاغذونو د مستردېدو خلاف اپیلونه کوي او د مې پر ۲۷مه به په دې اپیلونو فیصله کېږي.

د مې پر ۲۸مه به د امېدوارانو فهرست خپرېږي او که کوم کانديد انتخاباتو کې برخه نه اخېستل غواړي نو کولی شي چې پر ۲۹مه نیټه خپل کاغذونه واپس واخلي. د مې پر ۳۰مه به امیدوارانو ته نښې ورکول کېږي، تر هغې وروسته به هېڅ یو امېدوار له ټاکنو ځان نشي ایستلای.

​په قبايلي ضلعو کې انتخابات په داسي حال کې کېږي چې د مې پر ۱۳مه، په قامي اسمبلۍ کې د قبايلي ضلعو د صوبايي اسمبلۍ څوکيو کې زياتولو په اړه پر ۲۶م ایيني ترميم رایې اچول کېږي.

پر دي ایيني ترميم بحث د جمعې په ورځ راغونډ شوی وو.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG