ډاکترې سهېلا صدیق له ۲۰۰۰ ډېر عملیاته کړي
په افغانستان کې ډګر جنرال پوهاند دوکتور سهېلا صدیق هغه مېرمن ده چې له ۲۰۰۰ ډېر عملیاته یې کړي، خو اوس خپله د الزایمر په ناروغۍ اخته شوې. سهیلا صدیق د طالبانو د واکمنۍ پر مهال لومړنۍ ډاکتره وه چې په پوځي روغتون کې یې ګډ کار کاوه. نوموړې د سردار محمد داود خان له کورنۍ ده چې پرته له یوې خور بل خپل نه لري. ویډیو او اېډېټ: لېمه هادي