د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران دې خبرو ته کښېني: پامپېو


د امریکا د بهرینو چارو وزیر مایک پامپېو.

امریکا د ایران له خوا د کوم برید پر وړاندې د چټک او پرېکنده ځواب ورکولو پر ګواښ سربېره د هغه هېواد پر مشرانو ټینګار کړی چې خبرو اترو ته دې ورسره کښېني.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپېو د مې پر نهمه په یوه بیان کې وویل، ایران دې تر اوسه د واشنګټن زغم ته د ارادې د نيشتوالي په سترګه نه ګوري.

داسې برېښي چې امريکا د ايران پر وړاندې د انعام او جزا تګلاره خپله کړې ده ځکه يو خوا يې د ايران له اړخه د کوم بريد په ځواب کې د چټک او پرېکنده غبرګون خبره کړې او په عين حال کې يې بيا د ايران پر مشرانو غږ کړی چې له واشنګټن سره خبرو اترو ته کښېني.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپېو پرون په یوه بیان کې وویل چې ایرانی رژیم دې پر دې پوه شي چې که هغه هېواد یا لاسپوڅو یې پر امریکايي ګټو یا وګړو برید وکړ نو د امریکا چټک او پرېکنده غبرګون به وویني خو نوموړي په عين حال کې وويل چې د جنګ غوښتونکی نه دی.

نوموړي زياته کړه، ايران له ۴۰ کلونو راهيسې د امريکايي عسکرو په وژنو، پر امريکايي تنصيباتو په بريدونو، او د امريکايانو په يرغمل کولو کې لاس لري او موږ ايران ته يوه نه بدلېدونکې يادګيرنه کوو چې موږ به په هر صورت خپله دفاع کوو.

نوموړي دا خبره د ۱۹۷۹م کال د اسلامي انقلاب په حواله ورکړه چې هغه مهال تهران امريکايي سفارتکاران بنديان کړي وو.

پامپیو دا خبرې تر هغې وروسته وکړې چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ له ایرانیو مشرانو وغوښتل چې ټيلي فون دې ورته وکړي.

دا خبره نوموړي په سپینه مانۍ کې خبریالانو ته کړې وه.

د مۍ پر اتمه امریکا د ایران د فولادو او نورو فلزاتو پر صنعت بندیزونه ولګول.

پر هم هغې ورځ تهران ویلي وو چې له نړیوالو طاقتونو سره د ۲۰۱۵م کال اټومي موافقې ځېنې ژمنې ځنډوي.

امريکا له دې وړاندې وار د مخه لا د ايران لخوا د تيلو پر لېږد بنديزونه لګولي چې د دې هېواد د پيسو تر ټولو لويه سرچينه ده.

تهران د پامپیو او ټرمپ د اوسنيو څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې يې ويلي و چې دوی به له اټومي تړون سره سم خپل زياتېدونکې غني شوي يورانيم او درنې اوبه پر نورو هېوادونو نه پلوري.

خو ايران په عين حال کې خبرداری ورکړی چې که چيرې نړيوال قوتونه پر نوو شرايطو په خبرو اترو کې پاتې راغله نو تهران به په ۶۰ ورځو کې دننه د يورانيمو ذخيرې دومره غني کړي چې وسلې جوړولو ته نږدې شي.

اخوا بريتانيې، فرانس، جرمني او اروپايي اتحاديې د مې پر نهمه خپل پخوانی هوډ بيا تکرار کړی چې دوی به له شوي اټومي تړون سره درېږي خو په عين حال کې يې ايران ته خبرداری ورکړی چې دوی به د تړون د نوو شرايطو په اړه د تهران لخوا ضرب الاجل رد کړي.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG