د جاپان د بهرنیو چارو وزیر تارو کونو د روسیې بهرنیو چارو له وزیر سرګې لاروف سره د مذاکراتو لپاره د اپرېل پر نهمه ماسکو ته رسېږي.
ټاکل شوې چې دواړه استازي به سبا د ځمکې پر ملکیت د لسګونو کالونو زړې لانجې په باب د خبرو اترو په یوه نوې لړۍ کې برخه اخلي.
د دې لانجې له کبله ټوکیو او مسکو په رسمي توګه د دویم جهاني جنګ پای ته د رسولو او د امن لوظنامې په لاسلیککولو کې پاتې راغلي دي.
دا لانجه د هغه څلورو ټاپوګانو پر لړۍ ده چې له جاپانه د روسیې کمچاتکا ټاپووزمې ته غځیدلې ده.
د پخواني شوروي ځواکونو دا ټاپوګانې د دوهم جهاني جنګ په اخري ورځو کې نیولې وې خو جاپان پرې د مسکو واکمني نه مني.
له دې کبله د دواړو هېوادونو ترمینځ د سولې پروسه د نولس سوه پنځوسم له لسیزې راهیسې پر ځای ولاړه ده.