د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ځواکونو پکتیا کې د ۱۱ وسله والو د وژلو ادعا کوي


د پکتیا ولایت چارواکي وايي، چې بیګاه شپه د یاد ولایت د زرمت ولسوالۍ په کوتيخېلو سیمه کې د افغان ځانګړو ځواکونو په ځمکنیو عملیاتو او د غوڅ ملاتړ ماموریت په هوايي برید کې ۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د مې پر اوومه د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت مشال راډیو ته وویل، چې یاد عملیات بېګاه شپه ناوخته ترسره شوي او ولسي وګړو ته په کې زیان نه دی رسیدلی.

نوموړي زیاته کړه، چې په دې بریدونو کې د وسله والو طالبانو وسلې او نور پوځي تجهیزات هم له منځه تللي دي.

تر اوسه وسله والو ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG