د لاسرسي ځای

تازه خبر

پومپیو د وینزویلا په اړه له خپل روسي سیال سره خبرې کړي


د امريکا بهرنیو چارو وزیر مايک پامپیو له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره.
د امريکا بهرنیو چارو وزیر مايک پامپیو له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر ماییک پومپېو ویلي چې له خپل روسي سیال سرګې لاوروف سره یې د وینزویلا او نورو موضوعاتو په اړه ښې خبرې شوي دي.

دا راز لاواروف دغه خبرې اترې تعمیري بللې دي.

دواړو وزیرانو د مې پر شپږمه په فنلېنډ کې د ارکټیک شورا د غونډې په څنډه کې له هغې یوه ورځ وروسته ملاقات وکړ چې پومپېو له وینزویلا څخه د روس په وتلو ټینګار وکړ.

واشنګټن په وینزویلا کې د اپوزیشن لیډر خوان ګوایډو ملاتړ کړی او حتی هغه یې د دغه هېواد جایز مشر بللی دی.

د پروني ملاقات وروسته پومپېو خبریالانو ته وویل دی تمه لري چې ماسکو سره به یې په هغو برخو کې چیرته چې دواړه هېوادونه ګډ مفادات لري پرمختګ وشي.

بلخوا لاواروف وویل چې په وینزویلا کې به پوځي مداخلت تباه کن وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG