د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ ریاست یو مامور وژل شوی


بېګا شپه د خوست د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ اداري مدیر مبارک شاه د ناپېژاندو وسلوالو لخوا وژل شوی دی.

نن د دوشنبې په ورځ د خوست د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ رئیس محمدعارف احمدزي مشال راډیو ته وویل، چې د یاد ریاست اداري مدیر مبارک شاه خپل کور ته نږدې د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ اړوند د حسن زیو کلي کې وژل شوی.

ښاغلي احمدزي وویل، اداري مدیر مبارک شاه په خپل کلي کې د تراوایح لمونځ کړی، وروسته کور ته د ستنیدو پر مهال وسلوالو تښتولی او وژلی دی.

ده وویل، چې مبارک شاه له۶ کلونو راهیسې د مخابراتو او مالوماتي تکنالوژۍ په ریاست کې دنده لرله.

XS
SM
MD
LG