د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبایلي ضلعو ټاکنې د جولايي پر دوهمه کېږي


د پاکستان انتخاباتو کمېشن د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د قبایلي ضلعو د ۱۶ څوکیو لپاره د ټاکنو مهالوېش اعلان کړی دی چې له مخې به یې دا ټاکنې د جولايي پر دوهمه نېټه ترسره کېږي.

د انتخاباتو کمېشن خبرپاڼه کې راغلي چې امېدواران به له ریټرنګ افسرانو سره د نامزدګۍ کاغذونه د مې له نهمې څخه تر یوولسمې پوري ډکوي.

د نومول شویو کاندیدانو نومونه به د مې پر ۱۲مه خپرېږي او انتخابي نښې به د مې پر ۳۰مه ورکول کېږي. خبرپاڼه زیاتوي، د ریټرنګ افسرانو لخوا د نامزدګۍ کاغذونو د منلو یا ردولو د پرېکړي پرضد امیدواران د مې پر ۲۲مه اپیل کولای شي.

د قبايلي ضلعو پارلېماني استازي غوښتنه کوي چې د خیبر پښتونخوا په صوبايي اسمبلۍ کې دې د قبایلي ضلعو لپاره د څوکیو شمیره له ۱۶ څخه ۲۴ ته زیاته کړل شي. د دې لپاره جمعیت العما اسلام ف او تحریک انصاف په ګډه د پاکستان قامي اسمبلۍ ته یو بیل وړاندې کړی دی چې د مسلم لیګ ن پرته ډېری ګوندونو یې ملاتړ کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG