د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د تېلو بیې بیا لوړې شوې


د راولپنډۍ یو رکشه چلوونکی
د راولپنډۍ یو رکشه چلوونکی

اسلام اباد ـ په پاکستان کې د اپوزيشن ګوندونه، د تېلو د بیې د لوړوالي له وجې پر حکومت سختې نیوکې کوي او وايي حکومت ولس ته روژې تحفه د لا نورې ګرانۍ په شکل کې ورکړه.

حکومت د مې میاشتې لپاره، د تيلو بیه په یوه لیټر کې نهه روپۍ زیاته کړې چې د خلکو اندېښنې یې راپارولې دی.

د جميعت علماء اسلام فضل الرحمن ډلې پارليماني استازي عبد الشکور مشال راډيو ته وويل، د حکومت د خرابو اقتصادي پاليسيو له وجې وار له مخې په ملک کې ګراني زياته وه او د پټروليم مصنوعاتو د نرخونو زياتولو له وجې د ټولو توکو نرخونه به نور هم زيات شي نو حکومت دې د ولس په حال رحم وکړي.

حکومت د پټرولو په نرخ کې نهه روپۍ دوه څلویښت پېسې، د ډيزلو په نرخ کې قريبا پنځه روپۍ او خاورو تيلو په نرخ کې قريبا اووه نيمې روپۍ اضافه کړېده.

په نرخونو کې له زیاتوالي وروسته، په ملک کې د ېو ليټر پټرولو نرخ ۱۰۸ روپۍ، د ډيزلو نرخ ۱۲۲ روپۍ او د خاورو تيلو نرخ قريبا ۹۷ روپو ته رسېدلی دی.

د پاکستان پيپلز ګوند سېنېټر بهره مند تنګي مشال راډيو ته وويل، عمران خان له انتخاباتو وړاندې له ولس سره وعده کړې وه چې په واک کې له راتلو سره به نه صرف په پټروليم مصنوعاتو ټېکسونه ختموي بلکې نرخونه به يې هم شپيتو روپو ته راولي خو له وزيراعظم جوړېدو ورسته نوموړي خپلې ټولې وعدې هيرې کړې دي.

د وزيراعظم د اطلاعاتو لپاره خصوصي معاونې فردوس عاشق اعوان د مې پر څلورمه، په لاهور کې مطبوعاتو ته وويل، په نړيوال مارکيټ کې د تيلو د بیوو له وچتېدو ورسه حکومت د مجبورۍ له مخې په ملک کې د تيلو په نرخونو کې ضافه وکړه.

د نوموړې وينا وه چې حکومت کله هم دا نه غواړي او خصوصا عمران خان خو بالکل نه غواړي چې د ولس په مشکلاتو کې دې اضافه وکړي خو کله چې په نړيوال مارکيټ کې د تيلو بېعې وچتې شي نو په دوو کې ېو کار کول وي ېا خو به په ملک کې نرخونه وچتول وي او یا به د بجټ خساره زياتول وي.

د نوموړې په وینا د بجټ د خسارې زياتيدو لوجې د ولس لپاره نقصانات زيات وي خو د نرخونو د زياتيدو بوج که حکومت او ولس په ګډه سره برداشت کړي نو دا شان ورسره ملک مستحکم کيدلی شي.

له دې وړاندې هم حکومت د اپرېل مياشتې لپاره پټروليم مصنوعاتو په نرخونو کې شپږ روپۍ او مارچ مياشتې لپاره يې قريبا پنځه روپۍ اضافه کړې وه.

پاکستان تحريک انصاف ګوند په واک کې راتللو ورستو دا يې پنځم ځل دی چې د تيلو په نرخونو کې يې اضافه وکړه.

XS
SM
MD
LG