د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تېلو بیې د ۲۰۱۴ کال له نومبر راهیسې تر ټولو لوړې کچې ته ختلې


په داسې حال کې چې پانګوال د امریکا د ولسمشر پرېکړې ته چې ایا د نړۍ له قدرتونو سره د ایران له اټمي تړونه وځي او که پاتې کېږي، سترګې په لاره دي، د تېلو بیې د ۲۰۱۴ میلادي کال د نومبر له میاشتې راهیسې تر ټولو لوړې کچې ته ختلې دي.

ټاکل شوې چې ډونالد ټرمپ نن سې شنبه د واشنګټن په سیمه ییز وخت دوه بجې چې د افغانستان په وخت د شپې ۱۰ نیمې بجې کېږي، په دې اړه خپله پرېکړه اعلان کړي او اکثره پانګوال تمه کوي چې متحده ایالات به له دغه تړونه ووځي.

په دې کار سره به د ایران د تېلو پر سکټور او د هغه هېواد پر مرکزي بانک د امریکا بندیزونه بېرته ولګول شي او د تېلو له دې ستر تولیدونکي هېواد سره به کړکېچ پورته لاړ شي.

د لندن د تېلو په بازار کې د یوه بیرل اومه تېلو بیه ۷۶ ډالره او ۱۷ سنټو ته وختله چې دا د ۲۰۱۴ کال له ورستیو راپدېخوا د تېلو تر ټولو لوړه بیه ده.

ټرمپ له ایران سره د نړۍ د شپږو قدرتونو د ۲۰۱۵ کال تړون ناقص بللی او خبرداری یې ورکړی و چې که په دې تړون کې اصلاحات رانشي، د مې پر دولسمه یعنې څلور ورځې وروسته به له دغه تړونه ووځي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG