د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: په ډرون برید کې اووه مشکوک وسله وال وژل شوي


د ننګرهار ولایت چارواکي وایي چې د اچین ولسوالۍ په عبدالخیلو سیمه کې د مې د څلورمې په شپه د بې پیلوټه الوتکې په هوایي برید کې د داعش ۷ مشکوک وسله وال وژل شوي او د هغوی وسلې او مهمات هم تبا کړل شوي دي.

د ننګرها د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي د مې پر پنځمه مشال راډیو ته وویل،د ننګرهار په یو شمېر ولسوالیو کې د دولت د وسله والو مخالفینو پر ضد عملیات روان دي چې په ترڅ کې یې، افغان ځواکونه د ایتلافي ځواکونو په مرسته د دولت وسله وال مخالفین په نښه کوي او له منځه یې وړي.

د ده په خبره په دې برید کې ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG