د لاسرسي ځای

تازه خبر

اروپايي ټولنه د ایران په اړه د امریکا وروستۍ پرېکړې اندېښمنه کړې


اروپايي ټولنې په ټوله کې او برتانیا، فرانسې او جرمني د ایران د اټومي موافقې په ځینو برخو کې د استنثی د ورکړل شویو مواردو د نه تمدیدولو له وجې د امریکې د وروستۍ پریکړې په اړه اندیښنه ښودلې ده.

دوی په یوه ګډه اعلامیه کې ځینو هېوادونو ته له ایرانه د تیلو د واردولو لپاره د استثنی د مهلت د نه تمدیدولو په برخه کې هم د امریکا له پریکړې سره مخالفت څرګند کړی دی.

په ۲۰۱۵م کال کې امریکا، فرانسې، جرمني، بريتانې، چین او روسیې له ايران سره لوظنامه کړې وه چې د ايټمي پروګرام د محدولو په بدل کې به د ایران پر ضد په بندیزونو کې نرمي راوستل کېږي.

XS
SM
MD
LG