د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملاکنډ کې پولیس د یوه وسله وال د وژلو ادعا کوي


د خېبر پښتونخوا د ملاکنډ ډويژن پولیس وايي، په بونېر کې یې د عملیاتو پر مهال یو تن وژلی او بل یو یې ژوندی نیولی دی.

دا خبره د ملاکنډ د ډي ای جي محمد سعيد خان د اپرېل پر۳۰مه ماښام په یو خبرپاڼه کې کړې ده.

خبرپاڼه لیکي، په عملیاتو کې وژل شوی وسله وال هغه کس دی چې د اپرېل پر ۲۵مه یې په بونېر کې د ګوزڼ (پولیو) کارمندانو پر ژغورنه ګومارلی یو پولیس سرتېری وژلی وو.

د وژل شوي وسله وال د پېژندګلو په اړه لا څه نه دي ویل شوي.

د خبرپاڼې په وینا، په دې عملیاتو کې د پولیس یو تن ټپي شوی هم دی.

XS
SM
MD
LG