د افغانستان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ويلي چې په کابل کې د غونډو نتايج به له اسلام اباد او دوحې سره شریک کړي.
نوموړي د اپرېل پر ۲۹مه ماښام پر خپل ټویټر کښلي چې د دې موضوع په ګډون چې څه ډول ژر تر ژره د بین الافغاني خبرو زمینه رامنځته کېدای شي، له افغان سولې بهیر سره اړوندو بېلا بېلو مسايلو په اړه یې په کابل کې بحثونه کړي.
خليلزاد د همدې اوونۍ پر مهال له افغان ولسمشر محمد اشرف غني، اجرايیه ريیس عبدالله عبدالله او د ځوانو مشرانو په ګډون له یوشمېر نورو څېرو سره وکتل او له هغه وروسته د اپرېل پر ۲۹مه اسلاماباد ته ورسېد.
ټاکل شوې ده چې سیمې ته د خپل اووم سفر پر مهال به نوموړی هند او قطر ته هم لاړ شي.