د لاسرسي ځای

تازه خبر

زيلينسکي: روسيه دې اوکراينيانو ته د پاسپورټونو پر وړاندزونو وخت نه ابته کوي


د اوکرين نوي منتخبه ولسمشر ولادیمیر زيلینسکي مسکو ته ویلي چې اوکراينيانو ته دې د روسيې پاسپورټو ورکولو په وړاندیزونو وخت نه ضایع کوي.

دا له هغې وروسته ده چې د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوټین ویلي چې ټولو اوکراينيانو ته به د روسيې شهریت ورکولو عمل اسانوي.

زېلینسکي د اپرېل پر ۲۷مه نېټه په خپله فېسبوک پاڼه پیغام وليکلی چې اوکراینيان دا ګڼي چې د روسيې تابعيت ترلاسه کول د سوله ييزو مظاهرو پر وخت د نیول کېدو د حق او په ازادو انتخاباتو کې د سیالۍ څخه د بې برخي کولو په څېر دي.

البته نوموړي له روسيې سره مذاکراتو ته چمتووالی وښود خو ویې ويل چې حالات به په ریښتېنې توګه هغه وخت عادي شي چې د دونباس او کریميا سیمو قبضه ختمه شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG