د ایران سرکاري رسنۍ وايي، ددې هېواد بهرنیو چارو وزیر د شمالي کوریا د سفر پلان لري.
دا په داسې حال کې ده چې دواړه هېوادونه له امریکايي بندیزونو سره مخامخ دي.
ارنا اژانس د اپريل پر ۲۸ مه نېټه د جواد ظریف له قوله ويلي چې د خپل دې سفر حتمي نیټه به يې ژر اعلان شي خو اژانس په دې اړه نور تفصیل نه دی ورکړی.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تېر کال له ایران سره هغه لوظنامه لغوه کړه چې تهران د خپل اېټمي پروګرام په تړاو په ۲۰۱۵م کال کې د نړۍ له شپږو طاقتورو هېوادونو سره کړې وه.
د اپريل پر ۲۱ مه نېټه سپینې ماڼۍ اعلان کړی وو چې له ایران څخه تیلو اخیستونکو هېوادونو ته ورکړل شوې استثني به هم نه تازه کوي چې دا راز د ایران د تیلو صادرات صفر ته وغورځوي.
امریکا د شمالي کوریا خلاف هم بندیزونه سخت کړي او هڅه کوي چې دغه هېواد له اېټمي وسلو لاس واخلي.