د لاسرسي ځای

تازه خبر

په امریکا کې د انسان ۱۵۶۰۰ کاله پخوانۍ د پښو نښې میندل شوې


امریکا کې د انسان د پښو موندل شوی عکس.
امریکا کې د انسان د پښو موندل شوی عکس.

ساینسپوهانو د څو کلونو څیړونو او ازموینو وروسته ویلي، په ۲۰۱۰م کال کې د امریکا په چیلي ریاست کې د یو انسان د پښو موندل شوې عکسونه ښايي، دا په امریکا کې د داسې ډول تر ټولو زړي نښې دي.

د پښو دا نښې ۱۵ زره او شپږ سوه کاله زړې دي چې د چیلي په یو پوهنتون کې یو زده کونکي موندلې وې.

له هغې راهیسي ساینسپوهانو د دې معلوماتو پر راغونډولو کار کاوی چې د پښو دا نښې د کومو وختونو دي او دا د انسان او که د بل کوم ژوي دي.

څیړونکي وايي، په هغه ځای کې چې د پښو نښې پکې موندل شوې وې د نورو ځناورو اعضا هم ترلاسه شوي دي خو د پښو دا نشانونه د انسان د موجودګۍ ثبوتونه ورکوي.

څیړونکي کېرن مورینو ویلي، دا په امریکا کې د انسانانو په اړه تر ټولو زاړه شواهد دي. له دې وړاندی په دې هېواد کې ۱۲۰۰۰ کاله زړې نښې ترلاسه شوې وې.

XS
SM
MD
LG