د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سري لنکا کې پولیسو ۱۵ مړي میندلي

د سري لنکا پولیسو پخوانی عکس
د سري لنکا پولیسو پخوانی عکس

د سري لنکا د پولیسو چارواکو ویلي دي چې له کولمبو څخه په شاوخوا ۳۵۰ کلومیټره فاصله کې په سېنتا ماروتو ښار کې یې ۱۵ مړي ترلاسه کړي چې پکې شپږ ماشومان هم شامل دي.

د پولیسو ویاند روون ګوناسیکاره د اپرېل پر ۲۷مه ویلي چې دا د اپریل پر ۲۱مه د ایسټر د پېښې په تړاو پوځ بیګا ناوخته پر یو کور چاپه ووهله چې دغه مهال په کور دننه ګڼې چاودنې وشوې.

نوموړي زیاته کړې چې د ودانۍ دننه د ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي.

ګوناسیکاره دا هم وویل چې د ۱۲ کسانو مړي یې د کور دننه او د درو بهر موندلې دي چې پکې درې ښځې هم شاملې دي.

XS
SM
MD
LG