د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې د وژل شوي امریکايي عسکر مړی خاورو ته وسپارل شو


په افغانستان کې وژل شوي امریکايي سرتېری پخواني عکس.
په افغانستان کې وژل شوي امریکايي سرتېری پخواني عکس.

د امریکا د سمندري ځواکونو د یوه منصبدار جنازه چې په افغانستان کې وژل شوی و، د اپرېل پر۲۶مه خاوروته وسپارل شوه.

کرسټفر سلاتمن ۴۳ کلن و.

هغه د اپرېل پر اتمه نېټه د بګرام هوايي اډې ته نېږدې په یوه برید کې ووژل شو.

د کرسټفر سلاتمن جنازه د اپرېل پر ۲۶مه په ځانګړو مراسمو په نیویارک کې خاورو ته وسپارل شوه.

هغه درې اوونۍ وخت درلود چې په افغانستان کې یې ماموریت پای ته ورسېږې او خپلې کورنۍ ته ستون شي، خو ووژل شو.

له هغه درې لوڼې پاتې شوې دي.

د اپرېل پر اتمه د بګرام پوځي اډې ته نېږدې په حمله کې له کرسټفر سلاتمن سره د هغه دوه نور پوځي ملګري هم وژل شوي وو.

XS
SM
MD
LG