د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې چاودنې درې خاصه دار وژلي


په جنوبي وزیرستان کې د یو برید پخوانی عکس
په جنوبي وزیرستان کې د یو برید پخوانی عکس

د شمالي وزيرستان چارواکي وايي هلته یوې چاودنې د خاصه دار ځواک درې غړي وژلي دي او یو بل یې ټپي کړی دی.

چارواکو او ځايي خلکو مشال راډیو ته وویل چې دا پېښه د اپرېل پر ۲۷مه سهار هغه وخت وشوه چې خاصه دار د ډیوټۍ لپاره خپلې چوکۍ ته ورغلل او هلته وار له مخه اېښودل شوي بارودي مواد وچاودل.

یو ځايي کس ریاض خان مشال راډیو ته وویل ، “دلته د تحصیل شوې په رغزي کلي کې د خاصه دار ځواک یوه پوسته ده او په هغه کې یو چا بم ورته یښی وو.”

چارواکي وايي چې د وژل شوو درې واړه خاصدارو تعلق له تحصیل شوې سره وو.

چا تر اوسه د دې برید زمه واري نده منلې.

دا په داسې حال کې ده چې په دې ورستیو کې په وزیرستان کې په داسې بریدونو او هدفي وژنو کې زیاتوالی راغلی دی.

پښتون ژغورنې غورځنګ په وار وار د داسې پېښو پرضد احتجاج کړی او له حکومت څخه یې غوښتنه کړې ده چې د بریدونو او هدفو وژنو مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG