د افغانستان د ننګرهار د خلکو استازو له حکومته غوښتنه کړې چې په شېرزادو، حصارک او خوګیاڼو کې د داعش او وسله والو طالبانو پرضد پوځي عملیات وکړي.
د ننګرهار په دې ولسوالیو کې تېره اوونۍ د وسله والو طالبانو او داعش وسله والو ترمنځ سختې نښتې وشوې او له امله يې لسګونه کورنۍ له خپلو سیمو تېښتې ته اړ شوې.
د ننګرهار د خلکو یو شمېر استازو د اپرېل پر ۲۶مه د افغانستان د ولسمشر د ملي امنیت له سلاکار حمدالله محب سره په دې اړه خبرې کړي دي.
د ملي امنیت شورا د خبرپاڼې په حواله، د ننګرهار استازو ویلي چې په شېرزادو، حصارک او خوګیاڼو کې د وسله والو طالبانو او داعش وسله والو جګړې خلکو ته زیات مالي تاوان رسولی دی.
د ننګرهار امنیه قوماندان ژمنه کړې چې په دې درېیو ولسوالیو کې به پراخ عملیات پیل شي.