د لاسرسي ځای

تازه خبر

برتانیا د ایران د بندیانو د تبادلې وړاندیز رد کړ


ایراني نژاده برتانوي نازنین زاغرې
ایراني نژاده برتانوي نازنین زاغرې

د برتانیې حکومت د ایران د بهرنیو چارو وزارت له لوري د بندیانو د تبادلې وړاندیز رد کړی.

د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر جرېمي هنټ د اپرېل پر ۲۵مه ویلي چې د ایران دا کار د منلو وړ نه دی چې بې ګنا خلک په جېلونو کې اچوي او د دغې بیا ګټه پورته کوي.

د ایران بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د اپرېل پر ۲۴مه برتانیې ته وړاندیز کړی وو چې ایراني نژاده برتانوي نازنین زاغرې دې د ایراني شهریت لرونکې نګار قدسکاني چې په اسټریلیا کې زنداني ده، تبادله شي.

نازنین زاغري ایراني نژاده برتانوۍ ده چې په ایران کې د حکومت خلاف د فعالیتونو په تور نیول شوې او د پنځه کاله قېد سزا ورته اورول شوې ده.

هغې تامسن رویټرز ادارې سره کار کاو او په ۲۰۱۶م کال کې چې د خپلې کورنۍ د لیدلو لپاره تهران ته تللې وه، ونیول شوه.

د نازنین زاغري خاوند ویلي د ایران دغه غوښتنه نامناسبه ده.

بلخوا نګار قدسکانيچې د ایران شهریت لري او په اسټریلیا کې نیول شوې، امریکا یې د سپارلو غوښتنه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG