د لاسرسي ځای

تازه خبر

هڅه کوو چې په سعودي عرب کې بندي پاکستانیان راخوشي کړو: فیصل


د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ډاکتر محمد فیصل
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ډاکتر محمد فیصل

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وايي، په سعودي عرب کې د بندي پاکستانیانو خوشې کولو هڅې کوي.

د وزارت ویاند ډاکتر محمد فیصل د اپرېل پر ۲۵مه په اسلام اباد کې د اونیزې خبري غونډې پر مهال د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، "ولس به ژر د پاکستانیانو له خوشې کېدو خبر کړي.

نوموړي نور تفصیل ورنکړ او دا یې هم و نه ویل چې تر اوسه له سعودي زندانونو څومره پاکستانیان خوشې شوي دي.

د انګرېزۍ ژبې ډان ورځپاڼه وايي، په فبرورۍ کې د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان اسلام اباد ته له سفر راهیسې شاوخوا ۲۰۰ پاکستاني وګړي له سعودي زندانونو خوشې شوې دي.

هغه مهال د پاکستان چارواکو ویلي ول چې سلمان ورسره ژمنه کړې چې په سعودي جېلونو کې بند شاوخوا ۲۰۰۰ پاکستاني وګړي به ژر خوشې کړي.

XS
SM
MD
LG