د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جلال اباد کې د وسله والو په ډزو کې خبریال ژوبل شوی


د ننګرهار چارواکي وايي، د اپرېل پر ۲۵مه وسله والو پر یوه خبریال عمران لمر برید کړی چې پکې نوموړی ژوبل دی.

د ننګرهار ولایت ویاند عطا الله خوږیاڼي رسنیو ته ویلي، وسله والو شاوخوا درې بجې د جلال اباد په سراج العمارت بڼ کې د راډیو پر خبریال ډزې وکړې.

د ده په خبره، د لمر روغتیايي حالت خراب وو او له همدې لامله کابل ته انتقال شو.

تر اوسه معلومه نه ده چې پر خبریال حمله چا کړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG