د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان یوه عدالت د خبریال شاهزېب جېلاني ضمانت وغځاوه


شاهزېب جېلانی د اپرېل پر ۲۵مه عدالت ته ورغی
شاهزېب جېلانی د اپرېل پر ۲۵مه عدالت ته ورغی

د پاکستان یوه عدالت د خبریال شاهزېب جېلاني ضمانت د اپرېل تر ۲۷مې غځولی دی.

جېلانی د پاکستان دنیا نیوز ټېلېوېژن خبریال دی او پلټنیزه خبریالي کوي.

پر نوموړي د انټرنېټي ترهګرۍ او د هېواد سپېڅلو ادارو ته د سپکاوي تورونه دي.

د کراچۍ یوه عدالت د اپرېل پر ۲۵مه وویل، د تحقیقاتو وفاقي اداره (اېف ای اې) د جېلاني خلاف د قضیې په جوړولو کې پاتې راغلې ده.

اېف ای اې د اپرېل پر شپږمه د جېلاني خلاف پولیسو ته شکایت کړی وو.

پر نوموړي تور دی چې په ۲۰۱۷ز او ۲۰۱۹ز کلونو کې یې پر دنیا ټېلېوېژن د پاکستان د پټو امنیتي ځواکونو پر ضد زړورې خبرې کړې دي.

د پولیسو په رپورټ کې راغلي دي چې جېلاني پر ټوېټر هم د پاکستانیو ادارو خلاف طنزیه څرګندونې کړې دي او د ادارو سپکاوی یې کړی دی.

نوموړي دا تورونه رد کړي او د خبریالانو د حقونو نړیوالو ادارو یې هم پر ضد پر اقداماتو انتقاد کړی دی.

XS
SM
MD
LG