د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ټانک کې وسله والو څلور تنه تښتولي

د خېبر پښتونخوا په ټانک کې د انکم ټیکس یا مالیې د ادارې يوه چارواکي رياض خان په ګډون څلور کسان تښتول شوي دي.

د ټانک پوليسو مشر محمد عارف د اپرېل پر ۲۵مه مشال راډیو ته وويل چې رياض خان د خپلې مور د جنازې لپاره له اسلام اباده خپل کلي کوټ مرتضا ته تللی وو چې هلته د شپې ناوخته وسله والو سره د خپل يو تره او دوو تربورانو وتښتاوه.

پوليس چارواکي زياتوي چې د اغواکارو نيولو لپاره يې عمليات پیل کړي دي.

XS
SM
MD
LG