روسي ولسمشر ولادمیر پوتین د اپرېل پر ۲۵مه د هېواد په ولادیوستوک ښار کې د شمالي کوریا له مشر کېم جونګ اون سره لیدلي دي.
کېم ویلي دي چې له پوتین سره یې خبرې ډېرې ګټورې وې.
دا لومړی ځل وو چې دواړو سره مخامخ خبرې وکړې.
دا تر هغې وروسته ده چې له اټومي وسلو څخه د کوریا ټاپووزمې پاکولو په اړه د شمالي کوریا او امریکا خبرې ناکامه شوې.
تر ملاقات وروسته کېم وویل، د مسلو د سوله ییز حل پر لارو چارو یې له پوتین سره معنادارې خبرې وکړې.
پوتین ویلي دي چې له کېم سره یې د پیانګیانګ د اټومي پروګرام په اړه پر پیدا شوي صورتحال اساسي بحث وکړ.
په ۱۹۹۱ز کال کې د پخواني شوروي اتحاد تر ړنګېدو وروسته، روسیې، شمالي کوریا ته مالي مرستې کمې کړې چې له کبله یې د دواړو هېوادونو اړیکي متاثره شول، البته په دودیز ډول دواړه هېوادونه یو بل ته نېږدې دي.