د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف خبرداری ورکړی دی چې که امریکا په نړیوال مارکېټ کې د ایران د تېلو خرڅلاو مخې نیوي هڅو ته دوام ورکړ نو نتیجې به یې وویني.
جواد ظریف د اپرېل پر۲۴مه د امریکا په نیویارک کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل، ایران ډاډه دی چې د تېلو برامدولو ته به دوام ورکوي.
نوموړي وویل، موږ به د خپلو تېلو ته د اخیستونکو پیدا کول جاري وساتو او د هورمز تنګی به د خپلو تېلو د خرڅلاو لپاره د خوندي لارې په توګه کاروو.
دا تر هغې دوه ورځې وروسته ده چې امریکا له ایرانه اتو لویو تېل اخیستونکو هېوادونو ته د ورکړي رعایت شپږ میاشتنۍ موده پای ته ورسوله.
امریکا په دې موده کې پر ایران پر لګېدلو بندیزونو سربېره دې تېل اخیستونکو ته څه نه ویل.