په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما ویلي، د ۲۰۱۹م کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د ولسي خلکو تلفات د تېر کال په نسبت ۲۳ فیصده کم شوي دي.
دا خبره د اپرېل پر ۲۴مه د یوناما په راپور کې راغلې.
د ۲۰۱۹م کال د جنورۍ له لومړۍ د مارچ تر ۳۱مې پورې په افغانستان کې د یوناما د راپور پر اساس ۵۸۱ کسان وژل شوي او ۱۱۹۲ نور ټپیان دي.
د ۲۰۱۸م کال په همدې موده کې بیا ۷۹۹ کسان وژل شوي و او ۱۵۰۶ تنه هم ټپيان و.
د اپرېل پر ۲۴مه د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت په خپاره شوي راپور کې که څه هم د ځانمرګي بریدونو کمښت د ولسي تلفاتو د مجموعي کموالي یو علت بلل شوی، خو ویلي یې دي چې یوناما په بمي چاودنو او د حکومت پلوه ځواکونو په هوايي او چاڼیزو عملیاتو کې د ولسي د تلفاتو د ډېرېدو په اړه ډېره اندېښمنه ده.
افغان حکومت تر اوسه د یوناما د دې راپور په وړاندې چې په هوايي او چاڼیزو عملیاتو کې د ولسي تلفاتو د زیاتېدو یو عامل یاد شوی غبرګون نه دی ښودلی.
یوناما ویلي، ښايي سخت ژمی د ولسي کسانو د مرګ ژوبلو عمومي کموالي کې مرسته کړې وي، خو دا روښانه نه ده چې ایا د جګړې ښکېلو خواو هم د ولسي تلفاتو د مخنیوي لپاره لازم تدابیر نیولي او که د دوی ترمنځ د مذاکراتو دوام د تلفاتو د کمښت لامل شوی؟