د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکراین: د ولسمشرۍ انتخاباتو کې د رایو شمېرل پای ته نژدې شوي


بریالی بلل کېدونکی ولادمیر زیلنسکي
بریالی بلل کېدونکی ولادمیر زیلنسکي

په اوکراين کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره د اچول شوو رایو شمېرل پای ته نژدې شوي دې او د اوسني ولسمشر پېټرو پوروشېنکو خلاف د مخالف کاندید ولادي مير زېلنسکي غټه بريا يقيني ښکاري.

زيلنسکي چې په سياست کې نوی دی، د ټلي ويژن يو مزاحيه اداکار دی.

ویل کېږي چې دا بری د کورني اداري فساد ،کمزوري اقتصاد او له روس سره پينځه کلنې جګړې ته د غبرګون په شکل کې رامنځته کيږي.

د اپريل پر ۲۱ مه د ترسره شوو دويم پړاو انتخاباتو د څه باندې ۹۹ فيصده شمېرل شوو ووټونو نتيجې ښيې چې زيلنسکي ۷۳.۲ فيصده رايې ترلاسه کړې دي.

بلخوا پېټرو پورو شېنکو يوازې ۲۴.۴ فيصده ووټونه اخستي دي. په انتخاباتو کې څه باندې ۶۲ فيصده کسانو خپلې رايې کارولي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG