د لاسرسي ځای

تازه خبر

بنو: د پولیو ضد کارکوونکو پر امنیت ګمارل شوی پولیس وژل شوی دی


د پولیو ضد کمپاین پخوانی عکس
د پولیو ضد کمپاین پخوانی عکس

د خېبربښتونخوا په بنو کې د پوليو ضد کارکونکو د امنيت لپاره ګمارل شوی پوليس چارواکی اې ايس ای محمد عمران خان د اپرېل پر ۲۳مه په ډزو وژل شوی دی.

د بنو ايس پي ياسر اپريدي خبري غونډې ته وويل چې عمران خانډومېل ګېټ ته نږدې ناڅرګنده وسلوالو په ډزو وژلی دی.

ده وویل ، “ د دوی يو څه پخوانۍ شخصي دښمني هم شته او موږ په تحقيقاتو کې دغه اړخ هم په پام کې نيولی خو دا په مکمله توګه د ترهګرۍ پېښه ده چې پکې زموږ پوليس اهلکار د پوليوضد کارکونکو د تحفظ لپاره د ډيوټۍ ورکولو پر وخت وژل شوی”.

دا په داسې حال کې ده چې د خیبرپښتونخوا د صحت وزیر ډاکټر هشام انعام الله پرون وويل چې تېره ورځ د پولیو ضد واکسینو په اړه د افواګانو تر خپرېدو وروسته روغتونونو ته په وړل شوو شاوخوا ۳۰۰۰ماشومانو کې د یو هم روغتیايي وضعه خرابه نه وه.

بلخوا د ماشوخیلو سیمي یو اوسیدونکي مشال رېډیو ته وویل، د سیمي خلکو پرون ادعا وکړه چې په لسګونه ماشومان يې د پوليو ضد څاڅکو خوړلو وروسته ناروغه شوې وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG